د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو په ځواب کې د ایکس شبکې په یوه پیغام کې ولیکل: ښاغلي روبیو هغه څه ومنل چې موږ ټول پوهیږو؛ متحده ایالات په خپله خوښه د اسراییلو په ګټه جګړه کې شامل شول او هیڅکله د ایران لخوا د متحده ایالاتو په وړاندې کوم ګواښ نه و.
هغه ټینګار وکړ: له همدې امله، د امریکایانو او ایراني وینو تویول د هغو کسانو په اوږو دي چې د “اسرایل لومړی” شعار باندې باور لري.
ښاغلي عراقچي دوام ورکړ: د امریکا خلک له دې څخه غوره مستحق دي او باید خپل هیواد بیرته واخلي.








