د اسلامي امارت د ځواکونو د پاکستاني پوځي پوستو په وړاندې د پراخو انتقامي عملیاتو په جریان کې، د خوست ولایت د ببرک تانه په سیمه کې د پاکستاني ملېشو یوه مهمه پوسته په بشپړه توګه فتحه شوه.
انځورونه او ساحوي راپورونه ښیي چې د سختې جګړې وروسته، دا پوسته د افغان دفاعي ځواکونو بشپړ کنټرول لاندې راغله، او د دښمن تجهیزات او وسلې ونیول شوې.
دا عملیات د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پرله پسې یرغلونو او د ننګرهار، پکتیکا او نورو سرحدي سیمو کې د ملکي وګړو د بمبارۍ په وړاندې د اسلامي امارت د پرېکنده ځواب یوه برخه ده.
د اسلامي امارت ویاند مخکې اعلان کړی و چې د دې بریدونو ځواب به “پوځي او پرېکنده” وي او په مناسب وخت کې به دوام وکړي.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/29123








