د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې اعلان وکړ چې تمه کیږي چې د تحلیلي ملاتړ ډلې او د بندیزونو د څارنې ډلې (چې د ۱۹۸۸ کال د افغانستان د بندیزونو کمیټې سره مرسته کوي) د ماموریت د غځولو مسوده به د فبروري په میاشت کې د غړو لخوا مثبتې رایې سره ومنل شي.
د دې څارنې ډلې اوسنی ماموریت د فبروري په ۱۷مه پای ته رسیږي، او د بندیزونو د څارنې پورې اړوند د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د هغې غځول اړین اعلان شوي دي.
د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو کمیټه د هغو اشخاصو او ډلو په وړاندې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیزونه او د وسلو بندیزونه پلي کوي چې د افغانستان اسلامي امارت سره تړاو لري.
کمیټه د هغو اشخاصو او ادارو لیست څاري چې بندیزونو سره مخ دي، د معافیتونو غوښتنې بیاکتنه کوي، او د څارنې ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې د بندیزونو په سمه پلي کولو کې د غړو هیوادونو سره مرسته کوي.








