افغانستان

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې دوه کسان د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

د هلمند ولایت د پولیسو قومانداني اعلان وکړ چې د سنګین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې، دوه تنه هغه وګړي چې مخکې له لښکرګاه ښار څخه تښتول شوي وو د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول.

تښتوونکو دا دوه کسان په سنګین ولسوالۍ کې پټ کړي وو او د هغوی له کورنیو څخه یې د لس میلیونه افغانیو د تاوان غوښتنه کړې وه.

د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، امنیتي ځواکونو وکولای شول چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه تښتونکي د یوې کوچنۍ وسلې او موټر سره یوځای ونیسي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه تښتول شوي وګړي هم د تښتوونکو سره موجود وو.

ژغورل شوي وګړي سمدلاسه خپلو کورنیو ته وسپارل شول؛ نیول شوي کسان اوس مهال د امنیتي ځواکونو لخوا تر پوښتنو لاندې دي او د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي چارواکو ته معرفي شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button