د آسټرالیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د خلکو لپاره به د ۵۰ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستې ځانګړې کړي.
د آسټرالیا د نړیوالې پراختیا وزیرې ان ایلي په دې اړه وویل: دا مرسته د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو کیږي.
د دې نوې مرستې په ګډون، د آسټرالیا ټول بشري مرستې په تیرو څلورو کلونو کې افغانستان ته ۳۱۰ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي.
د آسټرالیا د حکومت په وینا، دا مرسته د ښځو او نجونو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکولو او د روغتیا خدماتو چمتو کولو باندې تمرکز کوي.
دا مرسته به د ملګرو ملتونو د باوري شریکانو له لارې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لارې اړمنو کسانو ته وویشل شي.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي کله چې په ملیونونو خلک د خوړو، طبي او ملاتړ مرستې ته بیړنۍ اړتیا لري.








