په سمنګان کې د ارزانه ډبرو سکرو ویش پیل شو ترڅو د بیو لوړوالي مخه ونیول شي
د ژمي په موسم کې د سونګ توکو د بیو د لوړوالي په اړه د سمنګان ولایت د اوسیدونکو د اندیښنو وروسته، د ولایت په مرکز ایبک ښار کې سیمه ایزو چارواکو د ډبرو سکرو په ارزانه بیه د ویشلو او پلورلو پروسه پیل کړې ده.
دا پروګرام د څو دولتي ادارو په همکارۍ پلي کیږي، او ټاکل شوې ده چې ۱۲۰۰۰ ټنه ډبرو سکرو د هر اوه کیلوګرام په اندازه د ۲۴ افغانیو په نرخ وپلورل شي. د دې اقدام هدف د ذخیرې، خپل سري خرڅلاو او د بیو لوړوالي مخنیوی دی.
د سمنګان د کانونو رییس شمس الله شمشاد وویل: “د اسلامي امارت د لومړي وزیر په امر، د ژمي د یخنۍ سره د مبارزې لپاره ۱۲۰۰۰ ټنه ډبرو سکرو د سمنګان ولایت غریبو خلکو ته په خورا مناسب قیمت ویشل کیږي.”
د قراردادي شرکت مشر ضیاءالدین جهش زیاته کړه چې د هر وګړي لپاره اعظمي حد یو ټن ډبرو سکرو تخصیص شوی دی، او د ایبک ښار او سمنګان ولسوالیو اوسیدونکي کولی شي خپلې اړتیاوې په ټیټه بیه پوره کړي.
د سمنګان اوسیدونکو د دې اقدام هرکلی کړی، خو د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله یې د حکومت د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.








