په تخار کې د سرو زرو د کانونو د شرکت او اوسېدونکو ترمنځ نښته؛ ۴ تنه مړه او ۵ نور ټپیان دي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو او د سرو زرو د کانونو د شرکت د کارکوونکو ترمنځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ (۱۸ مرغومې ۱۴۰۴) په یوه غږیز ثبت کې وویل: په دې پېښه کې چې تېره جمعه وشوه، درې ځايي اوسېدونکي او د شرکت یو کارکوونکی ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د دې نښتې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي؛ یو د شرکت امنیتي افسر او بل د سیمې اوسیدونکی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې وضعیت اوس په بشپړ ډول د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، د شرکت فعالیتونه بند شوي او د پولیسو پلټنې روانې دي. په ورته وخت کې، د تخار مرستیال والي د پیښې د نږدې څېړنې لپاره چاه آب ولسوالۍ ته لاړ.
پرون د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند هم نښته تایید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات ورنه کړل.








