افغانستان
په خوست کې ۱۷ غلا شوي موټرسایکلونه کشف شول
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خوست ولایت د علیشیر او تیریزي ولسوالیو د ګورګور امنیتي سیمې کې پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ غلا شوي موټرسایکلونه کشف کړل او خلکو او رسنیو ته یې د هغوی مالکینو ته د سپارلو لپاره وښودل.
د یادونې وړ ده چې هغه خلک چې موټرسایکلونه یې غلا شوي یا ورک شوي دي کولی شي د اړوندو اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره د ګورګور امنیتي سیمې څخه خپل موټرونه ترلاسه کړي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیولي دي، چې د لومړنیو پلټنو په جریان کې یې د دې موټرسایکلونو د یو شمیر غلا کولو اعتراف کړی دی.







