افغانستان

د افغانستان ګمرکونو لپاره د دوه ملیون ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي د اتو اور وژنې موټرو پیرود

د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د دې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست د هیواد په ګمرکونو کې د احتمالي اور وژنې ګواښونو مخنیوي لپاره د دوه ملیون او ۳۶ زره امریکایی ډالرو څخه ډیر ارزښت لرونکي اته اور وژنې موټرونه پیرودلي دي.

د دې موټرو هر یو د ۱۰ زره لیټرو اوبو لیږدولو ظرفیت لري او ټاکل شوې ده چې د حیرتان، آقینه، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار ګمرکونو ته وسپارل شي.

دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د حکومت څخه حکومت (G2G) پروژې په توګه قرارداد شوې وه او لګښت یې د مالیې وزارت د پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button