افغانستان
په کاپیسا کې د ډبرې مجسمه او مهمات کشف شول؛ دوه تنه ونیول شول
د کاپیسا ولایت د پولیسو قومانداني اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د ولایت په مرکز، کارتازه سیمه کې په عملیاتو کې د استوګنې له یوه کور څخه د ډبرې مجسمه او ځینې مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د کاپیسا د پولیسو قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز رسنیو ته وویل چې په عملیاتو کې دوه لاسي بمونه، سلګونه مختلف ډوله مرمۍ، شپږ M16 مرمۍ، یو ټوپک، د غیرقانوني فعالیتونو پورې اړوند تجهیزات او د ډبرې مجسمه نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
ویاند ټینګار وکړ چې د دې پیښې په اړه تخنیکي او امنیتي پلټنې روانې دي او له نیول شویو کسانو سره به قانوني چلند وشي.








