د کډوالو د حل عالي کمیسیون د راپور له مخې، پرون د ایران او پاکستان د پولو له لارې ۶۳۲ کورنۍ، چې ۳۴۰۱ افغان کډوال هم پکې شامل دي، هیواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په خپل ایکس مخ کې د دې کمیسیون د دارالانشاء کمیټو ورځنی راپور خپور کړ، چې له مخې یې دا کډوال د اسلام کلا (هرات)، پل ابریشم (نیمروز)، سپین بولدک (کندهار)، بهرام چه (هلمند) او تورخم (ننګرهار) له لارې هیواد ته داخل شوي دي.
د فطرت په وینا، ټولې ۶۳۲ راستنې شوې کورنۍ (۳۴۰۱ کسان) خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي، ۷۷۶ کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرسته ورکړل شوې، او د مخابراتي شرکتونو ۷۰۹ سیم کارتونه هم د دوی ترمنځ وویشل شول.
دا راستنیدنه وروسته له هغه کیږي چې یوه ورځ وړاندې شاوخوا ۳۵۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زوره وشړل شول او هیواد ته راستانه شول.








