افغانستانسیمه

د پاکستان او عراق له زندانونو څخه ۲۲۸ خوشې شوي افغانان افغانستان ته راستانه شول

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په روانه اونۍ کې، ۲۲۸ افغان اتباع چې په پاکستان او عراق کې بندیان وو، خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، ۲۲۴ کسان په پاکستان کې د دوو میاشتو بند وروسته د سپین بولدک بندر (کندهار) له لارې هیواد ته ننوتل، او ۴ کسان په عراق کې د دریو میاشتو بند وروسته د نیمروز له لارې هیواد ته ننوتل.

د سپین بولدک او نیمروز د لیږد په څانګو کې د نوم لیکنې وروسته، راستنیدونکو کډوالو د ملګرو سازمانونو څخه نغدي او غیر نغدي مرسته ترلاسه کړه او خپلو اصلي ځایونو ته ولیږدول شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button