د امنیت شورا د پرون (۱۴۰۴ کال د ليندۍ ۱۹مه) په ناڅاپي غونډه کې، د روسیې، چین، هند او متحده ایالاتو استازو خپل نظرونه وړاندې کړل.
– واسیلي نیبنزیا (روسیه): نړیواله ټولنه باید د دوه ګوني معیارونو پرته او د باور پر بنسټ خبرو اترو له لارې له اسلامي امارت سره معنی لرونکې او رغنده اړیکې ولري.
افغانستان یوازې له بحران څخه نشي راوتلی او ډله ایز او غیر سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.
– فو کانګ (چین): په افغانستان کې وضعیت “ثبات” لري مګر لوی بشري او د ترهګرۍ ضد ننګونې لاهم پاتې دي. د وضعیت د ښه کیدو لپاره باید له اسلامي امارت سره اړیکې او خبرې اترې پیاوړې شي.
– پراواتاني هریش (هند): هند په افغانستان کې د سولې او ثبات کلک ملاتړی دی.
تر دې دمه، په ټول افغانستان کې یې د روغتیا، زیربناوو او ظرفیت جوړونې سکتورونو کې له ۵۰۰ څخه ډیرې پراختیایي پروژې پلي کړې دي او دا همکاري به دوام ولري.
– د امریکا استازی: د افغانستان خلک د بشري حقونو له پراخو سرغړونو، پر ښځو سختو محدودیتونو، بې کارۍ او خدماتو ته محدود لاسرسی سره مخ دي.
د واشنګټن لومړیتوب د امریکا ملي امنیت، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو کمول او د توقیف شویو امریکایي اتباعو خوشې کول دي.
تر اوسه پورې، د افغانستان اسلامي امارت د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.








