افغانستان

د ملکي هوايي چلند نړیواله ورځ؛ افغانستان ۱۵ هېوادونو ته مستقیمې الوتنې لري

د دسمبر د ۷مې د نړیوالې ملکي هوايي چلند ورځې په مناسبت، د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې په تیرو څلورو کلونو کې، د لسګونو پرمختیایي پروژو په پلي کولو سره، اوس د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې د سیمې او نړۍ ۱۵ هېوادونو او لویو ښارونو ته مستقیمې الوتنې شتون لري.

د وزارت ویاند حکمت الله آصفي وویل: “موږ ۲۷ هوايي ډګرونه لرو، چې پنځه یې نړیوال او پاتې نور یې کورني دي؛ د هوايي ډګرونو پراختیا، د تجهیزاتو لوړولو او د الوتنې امنیت زیاتولو په برخه کې مهم کار شوی دی، او له ۵۰ څخه زیاتې نورې پروژې روانې دي، چې ځینې یې بشپړې شوې دي.”

د ترانسپورت وزارت ټینګار وکړ چې دې اقداماتو د اتباعو لپاره د خوندي، ګړندي او ارزانه سفر لپاره اساس برابر کړی او د سوداګرۍ او هوايي ټرانزیټ په وده کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.

د ملکي هوايي چلند نړیواله ورځ هر کال د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) لخوا د اقتصادي پراختیا او نړیوال اتصال کې د دې سکتور د رول په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره لمانځل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button