افغانستاننړۍ

آسټرالیا د اسلامي امارت پر څلورو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴) د افغانستان د اسلامي امارت پر څلورو لوړ پوړو چارواکو مالي بندیزونه او د سفر بندیز ولګاوه.

هغه وزیران او چارواکي چې په بندیزونو کې شامل دي د نیکۍ هڅولو او د بدۍ مخنیوي وزیر شیخ محمد خالد حنفي؛ د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم؛ د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي؛ او د سترې محکمې قاضي عبدالحکیم حقاني دي.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ د “ښځو او نجونو سیستماتیک فشار، زده کړې، کار، د خوځښت آزادۍ او په عامه ژوند کې د دوی د ګډون محدودولو، او همدارنګه د قانون حاکمیت او د اقلیتونو حقونو ته د زیان رسولو” له امله بندیزونه توجیه کړل.

په مقابل کې، د نیکۍ د هڅونې او د بدۍ د مخنیوي وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر دا بندیزونه “د افغانانو مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته سپکاوی” وبلل او ویې ویل چې هغه هیوادونه چې دا ډول اقدامات کوي “پخپله د ښځو د حقونو سرغړونکي دي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button