افغانستان
د میدان وردګو ولایت کې د دایمیرداد ولسوالۍ سړک د غرو ښویېدو له امله تړل شوی
د میدان وردګو ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست اعلان وکړ چې د دایمیرداد ولسوالۍ سړک د تېرې شپې د سخت غرو ښویېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
دا پیښه تېره ماښام د دایمیرداد ولسوالۍ په لشکري کلي کې رامنځته شوه او د ولسوالۍ اصلي سړک یې په بشپړه توګه تړلی دی.
د دې ادارې مطبوعاتي اعلامیه وايي چې تخنیکي ټیمونه د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې لیږل شوي ترڅو ژر تر ژره سړک پاک او بیا پرانیزي.
دا هم راپور ورکړل شوی چې تیره شپه د میدان وردګو ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې واوره وریدلې ده.








