کندهار د هګیو په تولید کې بشپړ ځان بسیاینې ته ورسید | هره ورځ ۴۰۰،۰۰۰ هګۍ تولیدیږې
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان وکړ چې ولایت یې د لومړي ځل لپاره د هګیو په تولید کې بشپړ ځان بسیاینې ته رسیدلی او نور د دې محصول واردولو ته اړتیا نلري.
د دې ادارې چارواکي وايي: صنعتکارانو او خصوصي پانګوالو د کندهار د چرګانو په فارمونو کې له ۱۵۰ ملیون ډالرو څخه ډیرې پانګونه کړې، چې په پایله کې یې اوس هره ورځ له ۴۰۰،۰۰۰ څخه ډیرې هګۍ تولیدیږي او د کندهار د بازار ټولې اړتیاوې له کورني تولید څخه پوره کیږي.
د چرګانو فارمونو مالکینو هم ټینګار کړی چې د کندهار سربیره، دوی د هیواد په څو نورو ولایتونو کې د هګیو تولید پراخولو کې پانګونه کړې، او د دوی وروستۍ موخه د افغانستان کورني بازار ته په بشپړ ډول د کورني تولید شوي هګیو عرضه کول دي.
دا لویه لاسته راوړنه په داسې حال کې ترلاسه شوه چې پخوا د هیواد د هګیو یوه مهمه برخه له ګاونډیو هیوادونو څخه واردیدله.








