افغانستان

په پروان کې به ډېر ژر د ۹۸۳ ملیون افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې په دوو لویو پروژو کار پیل شي

د ټولګټو وزارت اعلان وکړ چې په پروان ولایت کې به ډېر ژر د سړک جوړونې په دوو لویو پروژو کار پیل شي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل: “په دې دوو پروژو کې د ۶۴۱ ملیون افغانیو په ارزښت د کوه صافي سړک د ۲۰ کیلومتره اوږدوالي جوړول او د ۳۴۲ ملیون افغانیو په ارزښت د بګرام-جبل السراج جنکشن سړک شامل دي، چې ټولټال به یې له ۹۸۳ ملیون افغانیو څخه ډېر لګښت ولري.”

د ښاغلي حق شناس په وینا، د دې پروژو قراردادونه د سړک جوړونې له معتبرو شرکتونو سره لاسلیک شوي او عملي کار به یې په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

دا پروژې په پروان ولایت کې د مهمو زیربنایي پروژو څخه دي، او د دوی په بشپړیدو سره به په دې مهمو لارو ترافیک د پام وړ ښه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button