افغانستان
د لوګر په پل علم کې د اکوا موټر د چپه کېدو له امله درې کسان وژل شوي او یو ټپي دی
د لوګر ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې پرون ناوخته (د ۸ لیندۍ ۱۴۰۴) د ولایت د مرکز پل علم ښار په خضر سیمه کې یو اکوا موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
د لوګر د پولیسو قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته تایید کړه چې په ترافیکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
ښاغلي انس زیاته کړه چې په پېښه کې ټپي شوی کس روغتون ته وړل شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.








