افغانستانسیمه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د MÜSİAD له مشر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي په ترکیه کې د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (MÜSİAD) له رییس او غړو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د کانونو، کرنې، انرژۍ، تولیدي صنعتونو او ټرانزیټ سکتورونو کې د افغانستان د لوی ظرفیت په معرفي کولو سره، ښاغلي عزیزي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو، په ځانګړې توګه د ترکي شرکتونو بشپړ ملاتړ کوي.

په مقابل کې، د ترکیې پلاوي په افغانستان کې د MÜSİAD رسمي څانګې د پرانستلو پریکړه اعلان کړه او اعلان یې وکړ چې هیواد یې افغانستان د ترکیې د خصوصي سکتور لپاره یو له لومړیتوب لرونکو اقتصادي ځایونو څخه ګڼي او د MÜSİAD غړي شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او سوداګرۍ ته وده ورکړي.

دا غونډه د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د ترکیې پانګونې راجلبولو لپاره د یو مهم ګام په توګه ارزول کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button