په بلخ کې د بندر کلفت سړک د لومړي پړاو جوړول او قیر کول
د بلخ ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د ټولګټو وزارت لخوا د ۴۵۰ ملیون افغانیو په لګښت د ۲۵ کیلومتره اوږدوالي سره د بندر کلفت سړک (بلخ – شبرغان) د لومړي پړاو جوړول او قیر کول د سې شنبې په ورځ ۴ لیندۍ ۱۴۰۴) د وزارت د تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فتح او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شول.
د بلخ ولایت د ټولګټو رییس مولوي عبدالصبور صابر وویل چې د بند کلفت سړک پروژه چې ټولټال ۹۱ کیلومتره اوږدوالی لري په دریو مرحلو کې پلي کیږي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک د بلخ ولسوالۍ څخه پیل کیږي او د شورتېپه، چاهی او دولت آباد ولسوالیو څخه تیریدو وروسته به د ترکمنستان په پوله کې د بندر کلفت سره وصل شي.
د بلخ سیمه ییزو چارواکو دا پروژه د ټرانزیټ زیربنا د پراختیا او د منځنۍ آسیا هیوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره یو مهم ګام وباله.







