په فاریاب کې د فلانکوچ موټر ټکر؛ ۹ کسان ووژل شول، ۱۶ ټپیان شول
د سې شنبې په ماښام ( ۴ لیندۍ ۱۴۰۴) د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د راهي کلي په “کوتل ګردانه” سیمه کې د فلانکوچ موټر له سړک څخه ووت او په یوه درې کې ولوېد.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه بیان کې تایید کړه چې په دې غمجنه پیښه کې ۹ کسان (ښځې، ماشومان او د واده میلمانه) وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسیدونکي وو چې د خپلو خپلوانو د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره راهي کلي ته روان وو.
عیني شاهدانو د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي د پیښې اصلي عوامل بللي دي.
امنیتي ځواکونو او ځایي اوسیدونکو لومړی ټپیان د میانداره کلینیک او بیا د میمنې ولایتي روغتون ته انتقال کړل، او روغتیایی چارواکو راپور ورکړی چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره له موټر چلوونکو څخه وغوښتل چې د ترافیکو قوانین جدي ونیسي او په غرنیو سړکونو کې له ګړندي او بې پروایۍ موټر چلولو څخه ډډه وکړي ترڅو د داسې غمجنو پیښو بیا تکرار مخه ونیول شي.







