افغانستانسیمه

اسلامي امارت د پاکستان هوايي بریدونه “د هوايي حریم سرغړونه” بولي او د ځواب ورکولو ژمنه یې کوي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې په کې د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو باندې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکه غندل شوي او هغه یې “د افغانستان د هوايي حریم ښکاره سرغړونه” او د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو خلاف بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا “جرمونه” د غلطو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او د پاکستان د پوځي رژیم لپاره به له شرم او ناکامۍ پرته بل څه نه وي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ: د افغانستان د هوايي حریم، ځمکې او خلکو دفاع یو دیني او قانوني حق دی، او په مناسب وخت او ځای کې به د یرغلګر ته اړین ځواب ورکړل شي.

د کابل څخه دا رسمي غبرګون وروسته له هغه خپور شو چې د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې نهه ماشومان او یوه ښځه شهیدان او څو نور ملکي وګړي ټپیان شول.

ښاغلي مجاهد له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دا یرغل وغندي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button