افغانستانسیمه

د قطر نوي سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته باورلیک وړاندې کړ

په افغانستان کې د قطر نوي سفیر مرادف القشوتي د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴ مه ۱۴۰۴) په کابل کې د یو رسمي مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایکس پاڼه په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې دا خبر اعلان کړ.

ښاغلي القشوتي پخوا په کابل کې د قطر د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کوله.

د قطر نوي سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال، مولوي امیر خان متقي هغه ته په خپل ډیپلوماتیک ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې به نورې هم پراخې شي.

هغه د افغانستان او قطر اړیکې “تاریخي” وبللې او د سوداګرۍ پراختیا او قطر ته د افغان کارګرانو د لیږد پروسې په چټکتیا یې ټینګار وکړ.

د قطر نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د هر اړخیزې پیاوړتیا لپاره به نورې هڅې وکړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې قطر به د منځګړیتوب پالیسي ته دوام ورکړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دریځونو د نږدې کولو لپاره به کار وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button