برېشنا اعلان وکړ چې له ازبکستان څخه هېواد ته د برېښنا د لېږد قرارداد د ۲۰۲۶ کال لپاره غځول شوی، چې د راتلونکي کال لپاره د وارداتي برېښنا د ثابت عرضه ډاډمنه کوي.
دا تمدید به د اقتصادي ودې، پانګونې جذبولو او د برېښنا د نویو پروژو د پلي کولو لپاره لاره هواره کړي.
برېښنا شرکت دا هم اعلان وکړ چې سږ کال یې د ازبک شرکتونو سره د ۲۴۳ ملیون ډالرو په ارزښت څلور مهم قراردادونه لاسلیک کړي دي، چې پکې د ۵۰۰ کیلو ولټ سورخان-دشت-الوان لاین پراختیا، د ارغندي سب سټیشن پراختیا، د ۲۲۰ کیلو ولټ کابل-شیخ مصري لاین پراختیا، او د شیخ مصري سب سټیشن جوړول شامل دي.
دا پروژې به د هیواد د برېښنا د لېږد او وېش ظرفیت د پام وړ لوړ کړي.








