فیدان: ترکیه چمتو ده چې د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویب وروسته غزې ته سرتیري واستوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې ترکیه چمتو ده چې غزې ته سرتیري واستوي، د سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک مسودې تصویب پورې مشروط.
دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې عبراني سرچینو د غزې لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر د پلان د ناکامۍ احتمال راپور ورکړی او وړاندوینه یې کړې وه چې د اسراییلو پوځ به د جګړې د بیا پیل سره سم د حماس د بې وسلې کولو پلان وړاندې کړي.
فیدان په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې ټینګار وکړ: “هیوادونه به د امنیت شورا د پریکړه لیک د محتوا پراساس د سرتیرو د لیږلو پریکړه وکړي.”
هغه زیاته کړه چې حماس چمتو دی چې د غزې اداره یوې فلسطیني کمیټې ته وسپاري او هغه خلک چې د غزې اداره به کوي هم پیژندل شوي دي.
د حماس دا دریځ په استانبول کې د ترکي چارواکو سره په وروستیو غونډو کې تایید شو او په غزه کې د نازک اوربند د پلي کولو د هڅو یوه برخه ده.








