افغانستانسیمه

د تاجکستان لوړ پوړی پلاوی د اسلامي امارت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغلی

د تاجکستان یو لوړ پوړی پلاوی چې د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او د هیواد د مهمو چارواکو څخه جوړ دی، د شنبې په ورځ (۲۴ لړم ۱۴۰۴) کابل ته ورسید.

د خبري سرچینو په وینا، د دې سفر اصلي هدف د تاجکستان او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ده.

د تاجکستان پلاوی به د افغان حکومتي چارواکو سره د خپلې لیدنې په جریان کې د راتلونکي همکارۍ په اړه هم بحث وکړي.

تاجکستان، چې په تیرو څلورو کلونو کې یې د نورو مرکزي آسیا هیوادونو په پرتله د اسلامي امارت سره لږ مستقیم تعامل درلود، اوس د کابل سره د سیاسي اړیکو او اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا په لټه کې دی.

سرچینو زیاته کړه چې دواړه خواوې به په دوشنبه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د پرانستلو او نورو مهمو مسلو په اړه هم بحث وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button