سیمه
په ګرجستان کې د ترکیې پوځي الوتکه لوېدلې: ۲۰ عسکر وژل شوي
د ترکیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی ۲۰ عسکر پرون ماښام (سه شنبه، د نومبر ۱۱، ۲۰۲۵) په ګرجستان کې د پوځي الوتکې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا پېښه، چې د ګرجستان د کاخیتي سیمې په سیغناغي ولسوالۍ کې رامنځته شوه، له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ترکیې تر ټولو خونړۍ پوځي پېښه ګڼل کېږي.
ترکي او ګرجستاني چارواکو د پېښې په ځای کې ګډه څېړنه پیل کړې، خو د پېښې اصلي لامل لا نه دی اعلان شوی.
د قربانیانو هویت لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی، او انقرې ژمنه کړې چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات اعلان کړي.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26755








