د دمشق په زینبیه سیمه کې شیعه ګانو ته د ګولاني عناصرو لخوا پراخه سپکاوی
ټولنیزو رسنیو د هغو عناصرو انځورونه خپاره کړي چې د سوریې د انتقالي حکومت د ولسمشر او د تحریر الشام ډلې د مشر ابو محمد ګولاني ملاتړ کوي، چې د دمشق په زینبیه سیمه کې د شیعه ګانو په وړاندې توهینونکي او تیری کوونکي شعارونه ورکوي.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، دغو اشخاصو د سړکونو غونډې جوړې کړې او موټرسایکلونه یې سپاره کړل، د شیعه ګانو د سپکاوي شعارونه یې ورکول او د حسینیانو د بندولو او له دمشق څخه د شیعه ګانو د ایستلو غوښتنه یې کوله.
په دې کلیپونو کې، تکفیریانو او ګولاني ملاتړو د خورا توهینونکي بیانونو په ورکولو سره د شیعه ټولنو او ټولنیزو رسنیو کاروونکو ترمنځ پراخه غوسه راپارولې ده.
دا کړنې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د دمشق زینبیه سیمه په سوریه کې د شیعه ګانو یو له مهمو مرکزونو څخه پیژندل کیږي او د حضرت زینب (س) د زیارت په څیر مقدس ځایونه لري.
د سوریې حکومت یا د تحریر الشام له خوا د دې پیښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی، خو د انځورونو پراخ خپریدل د سوریې په پلازمینه کې د فرقه یي تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevi







