د ایران د “معراج” هوايي شرکت د شنبې په ورځ (۱۷لړم ۱۴۰۴) له تهران څخه د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر ته خپله لومړۍ مستقیمه الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه او په رسمي ډول یې خپل فعالیتونه پیل کړل.
په دې پرانیستونکې الوتنه کې، له ایران څخه ۱۲۰ مسافر مزار شریف ته ورسیدل او د چارواکو لخوا د ګلونو په ورکولو سره هرکلی وشو.
د دې هوايي شرکت چارواکو اعلان وکړ چې دوی به په اونۍ کې درې الوتنې کابل ته او یوه مستقیمه الوتنه مزار شریف ته او برعکس ولري.
له بلې خوا، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د دې الوتنو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: “د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې ورځ په ورځ پیاوړې کیږي، او اسلامي امارت تل هڅه کوي چې له خپلو ګاونډیانو سره سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې پیاوړې کړي.”
د بلخ مرستیال والي ټینګار وکړ چې د معراج پرانیسته د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي سکتور کې یو مهم ګام دی.







