افغانستاننړۍ

د استانبول خبرې: پاکستان د ټي ټي پي افغانستان ته د سپارلو غوښتنه کوي

رسنیو په ترکیه کې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ په روانو خبرو اترو کې، اسلام آباد داسې غوښتنې کړې دي چې له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري، او افغان پلاوي خپل نظرونه منځګړو ته وړاندې کړي دي.

د دې سرچینو په وینا، پاکستاني پلاوي له افغانستان څخه غوښتي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته انتقال کړي.

سرچینو دا غوښتنه “حیرانونکې” وبلله ځکه چې له یوې خوا، دوی افغانستان د ټي ټي پي غړو په ساتلو تورنوي او له بلې خوا، دوی پخپله غواړي چې دا ډله د افغانستان خاورې ته انتقال کړي.

سرچینو ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هیڅکله نه غواړي چې د زور له لارې د ځان لپاره لویه ستونزه جوړه کړي او دا غوښتنه به رد کړي.

برعکس، د افغان پلاوي معقولې غوښتنې چې د پاکستان خاوره او هوايي حریم د دې هیواد یا داعش ډلې لخوا د افغانستان پر وړاندې ونه کارول شي، اسلام آباد نه دي منلي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو خواوو چارواکو تر اوسه په عامه توګه ځواب نه دی ورکړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button