افغانستانسیمه

د شاه سلمان بنسټ د افغانستان په شمال کې د زلزلې قربانیانو ته بشري مرستې لیږي

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د شاه سلمان بنسټ د هیواد په شمالي سیمو کې د زلزلې قربانیانو ته د بشري مرستو یوه بار لیږلی دی.

د افغان سرې میاشتې د رسمي اعلان له مخې، پدې مرستو کې د لنډمهاله استوګنې لپاره ۵۰۰ خیمې، ۲۵۰۰ کمپلې، د پخلي ۵۰۰ کڅوړې، ۱۴۱ ټنه خواړه او ۲۴ ټنه خرما شامل دي.

دا بار د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوی ترڅو ژر تر ژره د هیواد په شمال کې د زلزله ځپلو کورنیو ترمنځ وویشل شي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې د بحران په جریان کې د پاچا سلمان بنسټ څخه د دوامداره ملاتړ لپاره مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرسته به د زلزلې قربانیانو د کړاوونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button