افغانستانویډیويي راپور
ایران د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د زلزلې قربانیانو ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه واستوله
د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت د سمنګان سیمه ییزو چارواکو ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه، چې ۲۶ توکي درمل او خیمې پکې شاملې وې، وسپارله.
په مزار شریف کې د ایران جنرال قونسل د خپل ملګري پلاوي سره یوځای د خلم ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د هیواد له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او د هر اړخیزې همکارۍ او د اړتیا په صورت کې د نورو مرستو په لیږلو یې ټینګار وکړ.
د سمنګان سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو د دې بشري مرستو هرکلی وکړ او د خیرخواهانو او غیر دولتي سازمانونو څخه یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.






