افغانستان

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال وزیر سمنګان ته سفر؛ د زلزلې قربانیانو سره د مرستې ژمنه

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال وزیر ملا عبدالغني برادر اخند نن د سمنګان ولایت څخه لیدنه وکړه او د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او پیوستون څرګندولو په ترڅ کې یې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت به د زلزلې قربانیانو سره د سرپناه جوړولو، د کورونو بیارغونې او د نورو سکتورونو د ستونزو د حل په برخه کې د موجوده اسانتیاوو په چوکاټ کې مرسته وکړي.

هغه د خیریه موسسو، سوداګرو او اتباعو څخه مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې یې له قربانیانو سره مرسته کړې او یو ځل بیا یې له پانګوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه موسسو څخه وغوښتل چې د دې پیښې له امله د زیانمنو شویو قربانیانو او کورنیو سره همکاري وکړي.

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر اعلان وکړ چې د ملا عبدالغني برادر لخوا سمنګان ته نغدي مرسته هم لیږدول شوې، چې د ولایتي چارواکو لخوا به په شفاف ډول د قربانیانو ترمنځ وویشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په سهار د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ریکټر په کچه ۶.۳ درجې زلزله وشوه او ټکانونه یې په کابل، بلخ، بغلان، بدخشان، سرپل، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button