افغانستان
د ازبکستان له لارې د افغان توکو د صادرولو لپاره د تفاهم لیک لاسلیک
د بلخ ولایتي چارواکي اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان صادراتي توکي د ازبکستان له لارې نورو هیوادونو ته صادر شي.
دې ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې د ازبکستان له لارې هیوادونو ته د افغان توکو د صادرولو لپاره د تفاهم لیک پرون لاسلیک شو.
د دې تفاهم لیک پر بنسټ، د افغانستان میوې او سبزیجات به د ازبکستان د هوايي دهلیز له لارې چین، روسیې او هند ته صادر شي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې به له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.








