افغانستان

د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۲۲۵ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شول

د غزنی امنیه قوماندانی وایی، د دغه ولایت په مربوطاتو کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲۵ کیلو ګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړی دی.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند ابو خالد سرحدي رسنيو ته ويلي، دغه نشه يي توکي په يوه سوزوکي لارۍ کې په مهارت سره لېږدول شوي وو.

هغه زياته کړه: “له بده مرغه موټر چلوونکى او قاچاق وړونکي له ځاى څخه په تېښته بريالي شوي او تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه توکي له کوم ځاى څخه راغلي او کوم ځاى ته لېږدول شوي دي.”

نيول شوي توکي چې ټول ترياک دي ډېر ژر به د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د غزني ښار ترانسپورتي څلورلارې ته څېرمه ١٧ کيلوګرامه هيروين او شيشه، چې له شمالي ولايتونو څخه سوېلي سيمو ته لېږدول کېدل، نيول شوي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button