افغانستان

د بلخ او سمنګان تاریخي ځایونو ته د تېرې شپې زلزلې لږ زیان واړاوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمالي ولایتونو د تېرې شپې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د سختې زلزلې وروسته، تاریخي ځایونو ته، په بلخ کې د حضرت علی (ع) مقدس زیارت او په سمنګان کې د جهانما باغ په ګډون، لږ زیان رسیدلی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د وزارت تخنیکي ټیمونه به ډیر ژر سیمې ته واستول شي ترڅو د زیانونو دقیق ارزونه وکړي او د بیارغونې عملیات پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې په زلزله ځپلو سیمو کې د کلتوري میراثونو ساتنه د وزارت لپاره لومړیتوب دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button