په سمنګان ولایت کې د ۶.۳ درجې قوي زلزلې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان لومړي وزیر د هیواد له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د هیواد له شریفو خلکو، په ځانګړې توګه د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د روغتیا لپاره یې له خدایه دعا وکړه.
هغه د مرستې او ژغورنې په عملیاتو کې د هر ډول مرستې لپاره د ایران بشپړ چمتووالی هم اعلان کړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په ایکس شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: “زه د مزار شریف ته نږدې د مرګونې زلزلې له امله د ګڼ شمیر خلکو د مرګ ژوبلې له امله ژوره خواشیني یم؛ موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د ژر رغیدو لپاره دعا کوو.”
ښاغلي شریف ټینګار وکړ چې پاکستان په دې سختو شیبو کې د “افغان وروڼو او خویندو” سره ولاړ دی.
د یادونې وړ ده چې دې زلزلې تر اوسه پورې له ۲۰ څخه زیات کسان وژلي او ۳۲۰ نور یې ټپیان کړي دي، او زیربناوو او تاریخي ځایونو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.








