یوناما: د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره د افغان ښځو معنی لرونکې ګډون خورا مهم دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ټینګار کړی چې د عامه ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو معنی لرونکې ګډون د هیواد د ثبات، سوکالۍ او نړیوال دریځ لپاره اړین دی.
د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د ۲۵ کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې، یوناما دا پریکړه لیک د ښځو د حقونو او په نړیواله سوله او امنیت پروسو کې د هغوی د ګډون د ملاتړ لپاره د بنسټیز ستنې په توګه بیان کړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې جورجټ ګګنون وویل: “په افغانستان کې، د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک اصول تر بل هر وخت ډیر اړونده دي.”
یوناما بیا ټینګار وکړ چې په سیاسي خبرو اترو، بشري فعالیتونو او د عامه ژوند په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون په نړیواله کچه د افغانستان د مشروعیت لپاره خورا مهم دی.
دا سره له دې چې اسلامي امارت مخکې ویلي وو چې د ښځو حقونه په هیواد کې د اسلامي شریعت له مخې تضمین شوي او درناوی کیږي.








