سیمه

ملګري ملتونه په غزه باندې د اسراییلو هوايي بریدونه په کلکه غندي

د ملګرو ملتونو ویاند په غزه باندې د اسراییلو د رژیم هوايي بریدونه په کلکه غندي، چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۹، ۲۰۲۵) په یوه خبري کنفرانس کې په غزه کې د پرمختګونو په اړه وویل: “د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون په غزه کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه په کلکه غندي، چې ډیری ماشومان هم پکې شامل دي.”

دوجاریک زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو سرمنشي ټول هغه اقدامات غندي چې اوربند کمزوری کوي او په غزه کې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.”

هغه د اوربند لپاره د بشپړ درناوي اړتیا باندې ټینګار وکړ، او ویې ویل چې ملګري ملتونه او د هغې شریکان په غزه کې د حیاتي بشري مرستو د چمتو کولو لپاره خپل شتون زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو او دوشنبې کې د غزې په مختلفو سیمو کې د اسراییلو هوايي بریدونو له ۱۰۰ څخه ډیر کسان وژلي او ۲۵۰ نور ټپیان کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button