سیمه
په یوه ورځ کې ۱۰۴ شهیدان؛ په غزه کې د شهیدانو ټولټال شمېر ۶۸،۶۴۳ ته ورسېد
د فلسطین د غزې په تړانګه کې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د تېرې شپې راهیسې د غزې په مختلفو سیمو کې د اسراییلو په نوي یرغل کې ۱۰۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.
وزارت زیاته کړه چې د غزې په تړانګه کې د اوربند له اعلان راهیسې، ۲۱۱ کسان شهیدان شوي او ۵۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د وروستیو رسمي احصایو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۶۸،۶۴۳ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر ۱۷۰،۶۵۵ ته لوړ شوی دی.








