افغانستان
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره د همغږۍ غونډه ترسره کړه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملګرو ادارو له استازو سره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره د همغږۍ غونډه وکړه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په دې غونډه کې وویل چې خلکو ته د اوبو برابرول د وزارت اصلي مسؤلیت دی او په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې د اوبو رسولو مختلفې پروژې عملي شوي دي.
ښاغلي اخوندزاده په متوازن پرمختګ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې لومړیتوب باید هغو ولایتونو ته ورکړل شي چې د څښاک د پاکو اوبو ته ډیره اړتیا لري.








