د اسیا د ځوانانو په لوبو کې په خپله دریمه لوبه کې، د هیواد د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې چین ته د ۴-۱ په پرېکنده نمرې سره ماتې ورکړه او په واک سره نیمه پای لوبې ته ورسید.
د هیواد ځوانو ملي لوبغاړو مخکې له دې په دې سیالیو کې ازبکستان ته ۱۰-۲ او بحرین ته ۷-۰ ماتې ورکړې وه.








