افغانستانسیمه

په باکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د اذربایجان د تیلو او ګازو شرکت له مرستیال سره وکتل

په اذربایجان کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمد فیصل د اذربایجان د تیلو او ګازو دولتي شرکت (SOCAR) له مرستیال کنعان نجفوف سره ولیدل.

په اذربایجان کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په دې غونډه کې یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د تیلو د صادراتو د زیاتوالي، د ترانسپورت ستونزو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د سفارت په وینا، ښاغلي نجفوف د افغانستان سره د نږدې همکارۍ د پراختیا ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.

دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دوه اړخیزو هڅو یوه برخه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button