د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په سهار (۲۷ تله ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې په دوحه کې د څو پړاونو خبرو اترو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د فوري اوربند په اړه موافقې ته رسیدلي دي.
دا موافقه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره وشوه او موخه یې د سرحدي تاوتریخوالي کمول او په سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګول دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، دواړه هیوادونه به د اوربند د دوام ډاډمن کولو لپاره میکانیزمونه رامینځته کړي، او په راتلونکو ورځو کې به د هغې د پلي کیدو د دوام او څارنې لپاره تعقیبي غونډې ترسره شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعلان وکړ چې د تړون د پلي کیدو په اړه د بحث لپاره راتلونکې غونډه به د نومبر په ۲۵مه په استانبول کې ترسره شي.
قطر هیله څرګنده کړه چې دا موافقه به د سیمه ایز ثبات په لور یو مهم ګام وي، پداسې حال کې چې په پکتیکا کې د پاکستان د هوایي بریدونو په ګډون وروستي سرحدي کړکیچونه پراخه اندیښنې رامینځته کړې وې.