سیمه
په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو په روزنیز مرکز باندې د تحریک طالبان پاکستان لخوا مرګونی برید
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تیرې شپې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پولیسو په روزنیز مرکز باندې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د سرچینو په وینا، برید د چاودیدونکو توکو ډک موټر سره د مرکز په دروازه کې د چاودنې سره پیل شو، چې وروسته وسله وال بریدګر ودانۍ ته ننوتل او سخته جګړه وشوه.
د پیښې له ځای څخه خپاره شوي انځورونه د پرله پسې چاودنو غږونه او د جګړې شدت ښیي.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د بریدګرو سره د مقابلې لپاره د پوځ کمانډو سیمې ته لیږل شوي دي.
د تیرې شپې د جګړې د تلفاتو یا وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.