افغانستان
په بلخ کې د بهاءالدین ولد خانقاه د بیارغونې په برخه کې ۷۰٪ پرمختګ شوی
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولد خانقاه د بیارغونې کار ۷۰٪ پرمختګ ته رسیدلی دی.
دا پروژه د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) لخوا پلي کیږي.
د بلخ کلتوري فعالانو د دې اقدام هرکلی کړی، او د سیمې د کلتوري میراث د ساتنې او بیا ژوندي کولو لپاره یې په ولایت کې د نورو تاریخي ځایونو د بیارغونې غوښتنه کړې ده.