سیمهنړۍ

پاکستان د عربي سمندرګي په اوږدو کې د نوي بندر د جوړولو په وړاندیز سره د امریکا پام ځانته را اړوي

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د یوې محرمې طرحې په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر سلاکارانو د عربي سمندرګي په اوږدو کې د نوي بندر د جوړولو او چلولو لپاره د امریکایي چارواکو سره اړیکه نیولې ده.

دا وړاندیز، د امریکا د پانګونې د راجلبولو او په چین باندې د خپل انحصار کمولو لپاره د اسلام آباد د هڅو یوه برخه ده، چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) لاندې د ګوادر بندر بدیل کیدی شي.

سرچینو وویل چې د عربي سمندرګي په ساحل کې وړاندیز شوی بندر، په بلوچستان ایالت یا نږدې سیمو کې، د سمندري سوداګرۍ اسانتیا، صادراتو ته وده ورکولو او له لویدیځ سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډیزاین شوی دی.

دا نوښت په داسې حال کې راځي چې پاکستان له ژور اقتصادي بحران، چین ته د درنو پورونو او د امریکا د مالي ملاتړ اړتیا سره مخ دی.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې یادونه کړې چې دا پلان کولی شي واشنګټن سره مرسته وکړي چې په سیمه کې د بیجینګ نفوذ کم کړي او د چین بندرونو ته د تګ لپاره بدیل سوداګریزې لارې رامینځته کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button