افغانستان
د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د ۱۵۷ ملیون افغانیو په ارزښت د ۹۸ پراختیایي پروژو بشپړیدل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د ۱۵۷ ملیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د ۹۸ پراختیایي پروژو کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو او پلچکونو، استنادي دیوالونو او د اوبو لګولو کانالونو جوړول شامل دي.
د دې پروژو بشپړیدو د سیمې د اوسیدونکو د چاپیریال ستونزې حل کړې او د خلکو د زیربناوو او ورځني ژوند په ښه کولو کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.