افغانستان

په هرات کې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژې عملي کار پیل شو چې ارزښت یې ۷ میلیونه ډالر دی

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژې عملي کار پیل شوی دی.

د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په هرات ولایت کې لسګونه لویې او کوچنۍ پراختیایي پروژې پلي کیږي او د تورغونډۍ بندر د پراختیا په بشپړیدو سره به د هیواد په اقتصاد کې لوی بدلون راشي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د کار د پروسې د ګړندي کولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د فواید عامې وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل چې دا پروژه به د ۵۰ جریبه ځمکې په ساحه کې پلي شي او ټاکل شوې ده چې د یوه کال په اوږدو کې به عملي شي.

هغه ټینګار وکړ چې د بندر د پراخولو، د هنګرونو او نورو اسانتیاوو په جوړولو سره به د صادراتو او وارداتو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د چارواکو او د ترکمنستان د پلاوي ترمنځ په وروستۍ غونډه کې د تورغونډۍ-هرات د ریل پټلۍ د جوړولو او د دې لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو موافقه وشوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button